د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقی په دوحه کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې رتنيو مرسودي او د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې لُلوة الخاطر سره کتلي دي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر ليکلي چې درې واړو لورو د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعليمي وضعيت خبرې کړې دي. بلخي زياته کړې چې اندونيزيايي لوري د افغانستان له تعليمي ادارو سره د مرستې ژمنه کړې او د بهرنيو چارو وزيرې يې ويلي چې هيواد به يې افغانانو ته د زده کړو سکالرشيپونه برابر کړي. د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ويلي چې د قطر خيريه بنسټ او سرې مياشتې ټولنه به ډير ژر په کابل کې دفترونه فعال کړي.
































