د برازیل د روغتیا وزارت وزیر چې پر دغه پوست یې د ګمارل کېدوه تر یوې میاشتې لږه موده کېده له خپلې دندې استفا ورکړې ده. برازیل د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې د کرونا له کبله پکې خلکو ته ډېر تلفات اوښتي. د رسنیو د را پورونو له مخې «نلسون تایچ» له دندې څخه د خپلې استعفا لامل له کرونا سره د مبارزې او د قرنطین د له منځه وړلو په برخه کې ددغه هېواد له ولسمشر سره اختلاف بللی دی. د برازیل ولسمشر یوه میاشت واندې ددغه هېواد د روغتیا پخوانی وزیر «لوییز انریک ماندتا» له نوموړي سره د ځینو مخالفتونو له کبله له دندې ګوښه کړ. په برازیل کې هره ورځ د ۸۰۰ په شاوخوا کې کسان د کرونا له کبله مړه کېږي. د برازیل ولسمشر ژایر بولسنارو تازه حکم کړی چې ورزشي او دې ته ورته نور سالونونه دې بېرته پرانیستل شي. نوموړی په دې اند دی، چې قرنطین او د ټولنیز واټن مراعتول د کرونا په مخنیوي کې بې ګټې دي.
































