په اوکراين کې د جګړې له کبله د اوښتي مالي زيان کچه له ۶۰ ميليارد ډالرو واوښته. کيف ويلي، اټکل کوي چې د جګړې له پيله بيا تر اوسه د ور اوښتي زيان کچه به ۶۳ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې وي. په دې تړاو خپاره شوي يوه راپور کې ويل شوي چې د جګړې له کبله ۴۴۳۱ استوګنيزې ودانۍ نړېدلې او يا هم زيانمنې شوې دي. دغه راز ۹۲ فابريکې، ۳۷۸ ښوونځي، ۱۲ هوايي ډګرونه او ۷ د برېښنا د توليد فابريکې يا په بشپړه توګه له منځه تللې او يا هم درانه زيانونه ور اوښتي دي. تر دې وړاندې د مارچ په ۱۷مه نيټه پر اوکراين د روسيې د بريدونو له کبله اوښتی زيان درې نيم ميليارده ډالره اټکل شوی و.
































