د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې وړاندویوونکې مېرمن بابا وانګا چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو، له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه یې وړاندوینې کړې وې، پر اوکراین د برید او د پوتین د راتلونکې په اړه یې هم جالبې وړاندوینې کړې دي. نوموړې چې ۲۵ کاله مخکې مړه شوې ده، د سان په نامه بریتانیایي ورځپاڼې یې له قوله د پوتین په اړه جالبه وړاندوینه راخیستې ده. ورځپاڼې ویلي چې دغې بلغارستانۍ مېرمن وړاندوینه کړې وه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکي کې پر ټوله نړۍ واکمني وکړي. یادې ړندې ښځې په ۱۹۷۹ کال کې له نامتو لیکوال او انځورګر والنټین سیدروف سره مرکه کړې ده او ویلي یې دي، چې هر څه به د یخ په څېر ویلي شي خو یو څه چې په خپل شان او شوکت به هسک ولاړ وي هغه به پوتین او روسیه وي. هغې زیاته کړې وه چې ټول به د پوتین د مخنیوي هڅه وکړي خو هیڅوک به یې مخه ونه نیسي او هغه به ډېر ژر د نړۍ فرمانروا وي.
































