د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دوحه کې دقطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې چې د ا.ا د کانونو او پټرولیم او د اقتصاد وزارت سرپرست وزیرانو هم حضور درلود دواړو لوریو په د کابل هوايي ډګر د قرارداد په تړاو د افغانستان او قطر ترمنځ پر شوو پرمختګونه بحث کړی دی او پر پاتې ټکو یې په راتلونکي کي د ناستو غوښتنه کړې ده. د سرچینې په خبره، همداراز په افغانستان کې د ښوونې بهیر او اقتصادي ننګونې د بحث نور محورونه وو.
































