چین وایي نړیوال دې پر امریکا غږ وکړي چې د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دمګړی افغانستان له ستونزو تېرېږي او د ټولو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.
دده په خبره نړیوالو ته په کار ده څو امریکا خپل مسوولیت ته متوجه کړي او په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي. نوموړي همدا راز ویلي چې د افغانستان په اړه به د سیمې د هېوادونو غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړېږي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.
دده په خبره دوی غواړي افغان لوری مدبرانه او معتدلو سیاستونو ته وهڅوي، دغه هېواد ته ثبات راشي او د افغانستان په تړاو سیمه ییزه اجماع نوره هم پیاوړې کړي.
































