د افغان حکومت وروستیو اقداماتو دوی پر وړاندې نړیوالې پوښتنې ډېرې کړې دي. واشنګټن ایکزماینر وایي، د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل، پر ښځینه وو د نوو محدودیتونو وضع کول او د جامو او ظاهري سمبالښت په اړه سپارښتنې کول هغه څه دي چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د حکومت پر وړاندې پوښتنې ډېرې کړې دي.
سرچینه کاږي که افغان حکومت په ورته اقداماتو لاس پورې کوي نو د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندلو مسئله له خطر سره مخ کوي او دا چاره به د افغانستان لپاره سختې پایلې ولري. سرچینه دغه راز وایي چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او د پرمختګ لپاره پر دې ژمنو عمل ضرور دی، ځکه ددغه حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله د همدې ژمنو په عملي کېدو پورې تړلې ده.
































