د وردګو په جلګې ولسوالۍ کې پر يوه کور له غره د ډبرې د ور ښويېدو له کبله د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جلګې ولسوال دین محمد حقاني وايي چې پېښه د دې ولسوالۍ په کوزه چنګه کلي کې شوې چې له کبله يې درې تنه شهيدان او دوه نور ټپيان شوي دي. په شهيدانو کې دوه ماشومان او يوه ميرمن او دغه راز په ټپيان کې يو سړی او يوه ميرمن شامل دي. ولسوال ويلي چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د وردګو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.































