د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د بالتيک حوزې هيوادونو سفيران احضار کړي. ګارډين ورځپاڼې ويلي، مسکو نن د استونيا، لتوانيا او لتويا سفيران د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړي او له خپلې خاورې يې د يادو هيوادونو د ځينو ډيپلوماتانو د وتلو پريکړه ورته ابلاغ کړې ده. د مسکو دا ګام تر هغې وروسته دی چې د ختيځې اروپا ځينو او په ځانګړي ډول د بالتيک حوزې هيوادونو له خپلو خاورو د روسي ډيپلوماټانو ايستل پيل کړل چې ورسره سم د مسکو او اروپا تر منځ ديپلوماتيک کړکيچ هم پراخ شو. د بالتيک حوزې هيوادونو پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته د سويفټ خدمتونو ته د مسکو د لاسرسي د محدودولو غوښتنه هم کړې وه.
































