د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویلي چې د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې عملي چارې پیل شوې دي.د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځي، د پوهنې ریاست په غوښتنه د آی، آر، سي موسسې په مالي لګښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بیارغول کېږي. د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل عزیز ویلي چې د نوموړو ښوونځیو په بیارغولو سره به د ۳ زره زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه چاپیریال برابر شي.
































