د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي چې په بلوچستان کې د ایران سیستان بلوچستان له لارې د پاکستان مخالفې ترهرګې ډلې سره منظمېږي. د هغه په خبره، دا ډلې پلان لري چې په پاکستان کې ناکرارۍ جوړې او خپلې موخې تر لاسه کړي. شیخ رشید زیاته کړې ده چې دوی اوس هڅه کوي چې د بلوڅ بیلتونپالو وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات تر سره کړي او دغه راز به د مرورو بلوڅانو سره د روغې جوړې لپاره هم اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغه څرګنده کړې ده چې ده په وار وار په پاکستان کې د وسله والو بریدونو د زیاتېدو خبرداري ورکړي دي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې ترهګر د پاکستان په بېلو ښارونو کې د پراخو بریدونو پر پلانولو بوخت دي.
































