چین، روسیه، امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به د افغانستان په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړېږي چې په هغه کې ددغه هېواد پر وضعیت او راتلونکې خبرې کېږي.
ددې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا تایید کړې چې په نږدې ورځو کې به د نړۍ درې ځواکمن هېوادونه او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه ولري. سرچینه کاږي امریکا په دې هم خبره ده چې د افغانستان پلاوی به د چین په غونډه کې ګډون کوي.
ددې غونډې کره نېټه نه ده په ګوته شوې خو چینایي لوری وایي چې غونډه خورا مهمه ده. تر دې وړاندې هم چین ویلي چې له امریکا د افغانستان د اقتصادي ودې او ددغه هېواد د کنګل شوو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کوي او ښایي په دې غونډه کې هم دغه غوښتنې مطرح شي.
































