د رسنیو د راپورونو له مخې ددې کنفرانس کوربه توب د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی کوي. په کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي. ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې ګډونوال له نړیوالې ټولنې د افغانستان د شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړي او تر څنګ یې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږي. کنفرانس کې پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ګډون کړی دی. له افغان لوري هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دې کنفرانس کې ګډونوال دی.
































