ولسمشرغني د ایران پر پوله سیند ته د افغانانو غورځولو موضوع پر جدي څېړنې ټینګار وکړ، نوموړي ویلي، چې ایران ته د تګ راتګ شرایط باید لا اصولي او قانوني شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا سیند ته د افغانانو د غورځولو د څېړنو لپاره د ګومارل شوي پلاوي له مشر حمید طهماسي او د هرات له والي سید عبدالوحید قتالي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، طهماسي ویلي چې په یاده پېښه کې له ۴۶افغانانو څخه ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۷ تنه ورک دي او ۱۷ نور ژغورل شوي او دغه کسان د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي دي. ولسمشرغني ویلي چې دغه موضوع به له بین المللي اصولو او قوانینو سره سم تعقیب شي او د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا دفتر به د موضوع د ټولو اړخونو د څېړلو ترڅنګ ایران ته د تګ راتګ شرایط لا اصولي، قانوني او د وړاندوېنې وړ کړي.
































