څلورو اروپايي هېوادونو هالنډ، بلجيم، چک او ايرلنډ پرېکړه کړې چې یو شمېر روسي ډيپلوماتان پر اوکراین د یرغل په تړاو روسیې ته د جاسوسۍ په تور له خپلو خاورو وباسي. په ايستل کيدونکو ډيپلوماټانو کې ۲۱ د هالنډ، ۱۷ د بلجيم، يو د چک جمهوريت او څلور د ايرلنډ ډيپلوماټان شامل دي. په يادو هېوادونو کې د روسیې سفارتونو پر دې پريکړې توند غبرګونونه ښودلی او د ځوابي اقدام خبرداری يې ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې پرون د بالتيک حوزې د دريو هيوادونو لتوانيا، لتويا او استونيا سفيران د مسکو له لوري احضار او د روسيې له خاورې يې د ځينو ديپلوماټانو د وتل امر ور وسپارل شو.
































