امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی. امریکايي رسنۍ وایي وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان ووتل، نو د ځينو ځانګړو چورلکو او وسلو تولید یې کم کړی دی او د راتلونکي او روان کال په بودیجه کې یې هم د لا ډېرو وسلو تولید ته ځای نه دی ورکړی.
سرچینه کاږي په دې کې تر ډېره هغه چورلکې شاملې دي چې په افغانستان کې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کارول کېدې، چې اوس یې له قراردادي کمپنیو سره ځینې قرار دادونه لغوه شوي او یا یې د تولید شمېر د پام وړ کم شوی دی.
بلخوا امریکايي دفاعي چارواکي بیا وایي دوی لا هم د نظامي برخې ډېرې پیاوړتیا ته اړتیا لري، ځکه په اروپا کې روسیې یرغلیز حالت غوره کړی دی او په نړۍ کې ځينې نور هېوادونه هم له خطر سره مخ دي.
































