د چين ولسمشر شي جين پينګ د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو غږ کړی چې د دغه هيواد د ښې راتلونکې لپاره جدي هڅې وکړي. پينګ دا خبرې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په استولي پيغام کې کړې دي. هغه ويلي چې افغانستان له خورا سخت وضعيت څخه د شرایطو د عادي کيدو پر لور روان دی او ګاونډيو هيوادونو ته ښايي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. هغه دغه راز ويلي چې سوله ييز، باثباته او پرمختللی افغانستان د ټولو افغانانو ګډه هيله او د سيمې د ټولو هيوادونو د ګټې خبره ده. د چين ولسمشر وايي، هيواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او د ثبات او پرمختګ په لاره کې يې مرستو ته ژمن دی. د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه پرون په چين کې پيل شوې او په پام کې ده چې نن هم دوام وکړي. دا د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډو د هغې لړۍ درېيمه کړۍ ده چې د تير کال په سپټمبر مياشت کې يې نوښت وشو.
































