روسیې، د خپلو ژمنو پر خلاف يو ځل بيا په اوکراین کې خپلو بریدونو زور ورکړی. د راپورونو له مخې روسي هوايي او توپچي ځواکونو د اوکراین په شمال کې بریدونو ته زور ورکړی او د اوکراین نظامي او حکومتي تاسیسات په نښه کوي. له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلي چې دوی به د هېواد په شمال کې دفاعي کرښې پیاوړې کړي. د دواړو لورو ترمنځ مذاکراتو کې د باور فضا د جوړولو لپاره د بریدونو پر کموالي ټینګار وشو، خو اوکراین وایي چې روسیې یې پر خپله ژمنه عمل و نه کړ. پر اوکراین د روسیې د برید میاشت پوره شوې چې له کبله يې اوکراين ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
































