روسيې د ا.ا.ا له خوا په مسکو کې ګومارل شوي يوه ډيپلوماټ ته اعتبارليک ورکړی دی. په راپورونو د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف له قوله ويل شوي چې ياد ډيپلوماټ تېره فبروري مياشت په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار پيل کړی و. دا په روسيه کې د ا.ا له لوري ګومارل شوي ډيپلوماټ ته لومړنی اعتبارليک دی او په دې توګه ګومارل شوي ډيپلوماټ په مسکو کې د ا.ا د رسمي استازي اعتبار خپل کړی دی. لاوروف چې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وينا کوله، دغه راز ويلي چې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د امريکايي او ناټو د غړو هيوادونو د پوځيانو حضور نه مني او دغه راز له دې هم اندېښنه لري چې داعش وسله وال به د منځنۍ اسيا هيوادونه بې ثباته کړي.
































