واک ته د ا.ا.ا تر رسيدو اووه مياشتې وروسته کابل ښار کې اريانا سينما يو ځل بيا فعاليت پيل کړ. کابل ښاروالي وايي اريانا سينما د (نوي ليد) په نوم داستاني فلم نندارې ته وړاندې کړ. د يادې سينما د فعاليت د بيا پيل په مراسمو کې يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو، هنرمندانو او د هنر مينه والو ګډون کړی و. کابل ښاروالي وايي چې د اريانا سينما په بيا فعالولو کې د ايران (موج فلم)، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست او افغان فلم تخنيکي مرستې کړې دي. چارواکو ويلي چې په اريانا سينما کې به تر دې وروسته د یوه نوښت له لارې د ټولنیزو، فرهنګي او دیني ارزښتونو، ملي یووالي او له فساد سره د مبارزې د موضوعاتو په اړه د فلم او هنر له لارې خلکو ته معلومات ورکولو کیږي.
































