امریکا وايي، د ولسمشر پوتین سلاکاران هغه ته له ډاره په اوکرایین کې د جګړې د ناوړه بڼې په هکله کره معلومات نه ورکوي. سپینه ماڼۍ دغه راز وايي، داسې استخباراتي معلومات لري، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د روسي پوځي مشرتابه تر منځ اختلاف رامنځته شوی او پر روسي اقتصاد د بندیزونو بشپړ اغېز په هکله هم نوموړي ته سم معلومات نه ورکول کېږي. بل لور د بریتانیا یوه استخباراتي ادارې هم ويلي، په اوکرایین کې په جګړه د بوختو روسي پوځیانو د مورال کچه ټیټه شوې، د تجهیزاتو له کمي سره مخامخ دي او د امرونو له منلو سرغړونه کوي. د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین تر اوسه د دې ارزونو په هکله څه نه دي ویلي.
































