د روسيې د بهرنيو چارو وزير پر اوکراين د هغه هيواد تر بريد وروسته په لومړي ځل له خپل چينايي سيال سره د کتنې پر مهال د نوي نړيوال نظام د رامنځته کولو خبره کړې ده. چين چې تر دې مهاله يې پر اوکراين د روسيې بريد نه دی غندلی، هڅه کوي چې د مسکو دې ګام ته ډيپلوماټيک پوښښ ورکړي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چې نړۍ د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې ډيرې جدي مرحلې ته رسيدلې ده. هغه په يوه ويډيويي پيغام کې چې د چين د بهرنيو چارو وزير سره تر کتنې وړاندې يې خپور کړی ويلي، موږ له تاسو او خپلو نورو ملګرو سره د څو قطبي، عادلانه او ډيموکراټيک نړيوال نظام د جوړولو پر لوري روان يو. د چين د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې هيواد به يې د نړيوال نظام د څو قطبي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه زياته کړې چې د روسيې او چين اړيکې هيڅ محدوديت نه لري.
































