په قطر کې افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي وایي افغان حکومت تل د سولې هڅه کړې ده د قطر د حکومت له لارې یې د تاوتریخوالي کمولو طرحې هم له ښکېلو لورو سره شریکې کړې دي، خو په خبره یې طالبان تر سولې پر جګړې ډېر ټینګار کوي. دده په وینا د قطر له ډېرو هڅو سره سره بیا هم طالبان د سولې په برخه کې د ځینو مواردو منلو ته نه حاضرېږي او پر جګړه ټينګار ته ادامه ورکوي. هغه ویلي سولې ته د طالبانو نه حاضرېدل او ددوی د جګړو دوام ددې سبب شوی چې نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شي او په افغانستان کې خونړي بریدونه رامنځ ته شي.
































