ټرمپ وایي د کرونا پر ضد واکسین کې وي یا نه خو اقتصادي فعالیتونه به پيلېږي. دده په خبره ددې وخت دی چې په ټوله امریکا کې بېرته اقتصادي فعالیتونه پیل شي او په ډېری ایالتونو کې خلک خپلو دندو او کارونو ته ستانه شي. نوموړي همدا راز د ډېرو طبي وسایلو او موادو د تولید سپارښتنه هم کړې ده. هغه ویلي په کور د ننه ټولې کمپنۍ باید د طبي وسایلو په تولید کې هڅه ډېره کړي څو پر بهرنیو کمپنیو اتکا کمه شي. د ټرمپ په خبره امریکايي وګړو ته باید د کار زمینه برابره شي او اقتصادي فعالیتونه باید پیل شي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې همدا اوس په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۰۷۷۷۳ ته رسېدلی دی. همدا راز ۹۰۱۱۳ کسان تر دې دمه کرونا په امریکا کې مړه کړي دي.
































