د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد په اسلام اباد امنیتي فورم ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی. سرچینې زیاته کړې چې نوموړي د دې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ له مشر جنرال باجوه سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. د امریکا دغه پخواني دیپلومات په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې ورته استولی دی.
































