ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وضعیت غبرګون ښوودلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، د نجونو د ښوونځیو ځنډول د بشري حقونو د نه توجیه وړ نقض او تر پښو لاندې کول دي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې هر وګړی د زده کړو او تعلیم حق لري او دی د افغان حکومت له دې پرېکړې چې د نجونو د ښوونځیو پیلېدل یې ځنډولي خواشینی دی. ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې له ښځینه وو، نجونو او د دوی له زده کړو او کار ملاتړ وکړي.
دده په خبره په افغانستان کې له دې برخو ملاتړ به دایمي اقتصادي وده راولي او کورنۍ به په خپلو پښو ودرېږي. ملګرو ملتونو یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې د ښوونځیو دروازې بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
































