اسرائیلي ځواکونو د فلسطين د لويديځې غاړې په اشغالي سيمه کې درې فلسطينيان وژلي دي. په راپورونو کې ويل شوي چې پېښه نن تر يوې شخړې وروسته شوې ده. په راپورونو کې ويل شوي چې په وروستۍ شخړه کې د اسرائيلو د ترهګرۍ ضد قطعي څلور غړي ټپيان شوي چې د يوه هغه روغتيا وضعيت نازک ښودل شوی. اسوشیټډ پريس اژانس ويلي، وژل شويو فلسطيني وګړو پر هغو اسرائيلي سرتيرو بريد وکړ چې د مشکوکو وسله والو د نيولو هڅه يې کوله.
































