هند او ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه خبرې کوي. د هند ولسمشر رام نات ګوویند ترکمنستان ته تللی او له خپل ترکمنستاني سیال سره به د ګڼو نورو مهمو مسایلو تر څنګ د ټاپي پروژې په اړه هم خبرې وکړي. د راپورونو له مخې د هند ولسمشر دغه سفر د ترکمنستان د ولسمشر سردار بردي محمدوف په بلنه کړی دی. راپورونه وایي چې د ټولو مسایلو تر څنګ د ټاپي پروژه د بحث تر ټولو مهمه موضوع ده. ټاپي په سیمه کې د ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته رسوي. د ټاپي پروژې نل لیکه تر افغانستانه رسېدلې، خو په هېواد کې د ننه یې تر دې دمه چارې نه دي پيل شوې.
































