شاوخوا لس میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان لس میلیونه وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نشته او دوی له دې اړینو خدماتو بې برخې دي. دغه ادارې ویلي دوی د اړمنو کسانو د ژغورنې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او په خبره یې افغانانو ته باید دا فرصت برابر کړل شي چې روغتیايي خدماتو لاسرسی ولري. سرچینه کاږي په دې برخه کې چې څومره ځنډ راځي، نو لا ډېر افغانان په تېره ښځې او ماشومان له ګواښ سره مخ کېدلی شي.
































