هند او ترکمنستان په افغانستان کې له دایمي ثبات او سولې ملاتړ کړی دی. د هند ولسمشر چې تر دې دمه د ترکمنستان په سفر دی په تازه څرګندونو کې ویلي، له ترکمنستاني سیال سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او راتلونکې خبرې کړې دي.
د هند ولسمشر رام نات کوویند وایي د افغانستان وضعیت پورې د ټولې سیمې حالات او ثبات تړلي دي نو له همدې امله د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې په دغه هېواد کې دایمي ثبات راشي.
دی وایي ترکمنستان او هند په ګډه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي، د نجونو د زده کړو او تعلیم ملاتړي دي، دلته د بشري حقونو رعایت ته ارزښت ورکوي او په دې تمه دي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې پراخې شي. هند او ترکمنستان دغه راز د ټاپي پروژې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی او دواړو هېوادونو ویلي چې د دغه ډول سترو پروژو د عملي کېدو لپاره د افغانستان ثبات مهم دی.
































