د افغانستان د اسلامي امارت د امير په تازه فرمان کې پر خلکو غږ شوی چې د نشه يي توکو له کرکيلې په جدي توګه ډډه وکړي او په وينا يې چې که چا له فرمانه سرغړونه وکړه، له شرعي چلند سره به مخ شي. په فرمان کې د نشه يي توکو پر استعمال، پېر، پلور، انتقال او توليد هم کلک بنديز لګول شوی دی. د اميرالمؤمنين دا فرمان په داسې حال کې دی چې په هلمند ولايت کې تازه د ترياکو د حاصلاتو را ټولول پيل شوي دي. د افغانستان ا.ا تر دې وړاندې ويلي وو چې بزګرانو ته د بديل له برابرولو مخکې د نشه يي توکو پر کښت بنديز نه شي لګولی
































