د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایي چې له کرونا سره د مبارزې په دې سختو شرایطو کې روغتیایي مرکزونه اړین توکي او وسایل نه لري. ددغه بنسټ اجرایي مشر اکرام افضلي پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې ددغه مرکزونو اړتیاوې پوره کړي او په دې برخه کې دې شته ستونزې حل کړي. دغه بنسټ تازه یو څېړنیز راپور خپور کړی دی او په هغه کې یې د کرونا د تداوۍ او تجرید د مرکزونو ارزونه کړې ده. د روڼتیا د څار بنسټ وایي چې روغتيايي خدمات خورا کمزوري دي، مدیریت ناسم دی، ډاکټران د درملنې، ساتنې، وقاییې او نورو اړوندو چارو لپاره اړین توکي نه لري. دغه بنسټ داسې مهال پر حکومت د اړینو توکو د رسونې غږ کوي چې تېره ورځ د ډاکټرانو یوې ټولنې حکومت له کرونا سره د مبارزې لپاره په مرسته شوو پیسو کې په فساد تورن کړ. ددوی په خبره حکومت اړ دی چې ددغه مرستو سمه څارنه وکړي او په اړه یې ولس ته معلومات ورکړي.
































