ننګرهار کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی. د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د ننګرهار ګډ امنیتي کمیسیون، د دفاع، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په مرکز د شیخ مصري په سیمه کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په بهیر کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. سرچينه زیاتوي په دې عملیاتو کې دوه هایلکس موټرونه، دوه تومانچې ،۴چره یې ټوپک او یو دوربین امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي. د يادونې وړ ده چې په جلال اباد ښار کې تېره اونۍ هم ۵ انسان تښوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.
































