د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه کړل شو. د پاکستان کابینې په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړ، خو د پاکستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به تر هغه دندې ته د سرپرست په توګه ادامه ورکوي، چې نوی لومړی وزیر معرفي شوی نه وي. په پاکستان کې په وروستیو ورځو کې پراخ لاریونونه او کړکېچ روان دی.
د عمران خان مخالفینو د هغه د لرې کولو غوښتنه کوله، خو ده د پاکستان ولسمشر ته د پارلمان د منحل کولو وړاندیز کړی و. د پاکستان کابینې بیا په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړ او پر ځای به یې ژر تر ژره بل لومړی وزیر معرفي کېږي.
































