د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې د یو وسله وال کس په ډزو لږ تر لږه ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. رسنیو د کالیفورنیا ایالت د پولیس چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې دا پېښه د ساکرامېنټو ښار په له ګڼې ګوڼې یوه ډکه سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. پولیس وایي چې بریدګر تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی خو د موندلو په موخه یې د دوی پلټنې دوام لري. تر اوسه پورې د پېښې د رامنځته کېدو اصلي علت مالوم نه دی خو پولیس وایي چې ښایي دا یوه ترهګریزه پېښه وي.
































