پاکستان کې د مخالفو ګوندونو اتحاد ویلي چې عمران خان له هېواد او قانون نه ښکاره بغاوت کړی دی او سزا یې د اساسي قانون په شپږمه ماده کې واضیح درج شوې ده. بلخوا عمران خان بیا پر خپلو مخالفو سیاسي ګوندونو غږ کړی دی چې ټاکنو ته دې راشي. که څه هم کابینې عمران خان له دندې ګوښه کړی دی خو پاکستان کې مخالف سیاسي ګوندونه وایي چې عمران خان بغاوت کړی دی د نوموړي د بغاوت که هر څومره غندنه وشي کمه به وي. د پاکستان د اساسي قانون شپږمه ماده سخته غداري نومېږي، په وضاحت کې یې راځي، څوک چې په زور یا د بلې غیر قانوني لارې قانون مات کړي، خراب یا معطل کړي هغه به د سختې غدارۍ مجرم پېژندل کېږي او هغه ته به عمر بند سزا او یا اعدام د پارلمان له لوري ټاکل کېږي.
































