جو بایډن وایي د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین جنایتکار دی او باید محاکمه کړل شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو د ډله ییزو قبرونو موندل کېدل د تاسف وړ مسئله ده.
دده په وینا اوس باید دنیا دا وویني چې پوتین څه کوي او هغه په ښکاره یو جنګي جنایتکار دی. د بایډن په خبره له همدې امله باید نوموړی محاکمه شي او ټول یې په اړه د لا ډېرو اسنادو په پیدا کولو بوخت دي. امریکا ویلي هڅه کوي د روسیې جنګي جنایتونه مستند کړي، له اوکراین سره د وسلو او مهماتو مرستې ډېرې کړي او اوکرایني پوځ د دفاع لپاره پیاوړی کړي.
































