ناټو وايي د افغانستان له پېښو تر لاسه شوي درسونه به د راتلونکو ستونزو په حل کې وکاروي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او خبریالانو ته یې ویلي چې په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې. دده په خبره دوی په افغانستان کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي، چې د ناټو لپاره د یوه درس حیثیت لري او په راتلونکو ستونزو کې به ګټه ترې واخلي. سټولټنبرګ دغه راز ویلي چې دوی زرګونه متحدین له افغانستان ایستلي دي او دا یې د ناټو په غړو هېوادونو کې مېشت کړي دي. هغه له افغانستان د تخلیې ماموریت هم ستره لاس ته راوړنه بللې ده.































