د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۴ تنو ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې دوو تنو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه هم روغ شوي دي. روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم تدابیر ونیسي.
































