د کابل يو شمېر اوسيدونکو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانيستل کيدو غوښتنه کړې ده. دوی ويلي چې زده کړې يې د بچيانو اساسي حق دی، له همدې کبله بايد د ښوونځيو دروازې زر تر زره پرانيستل شي. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې مېرمنو ته دې هم اجازه ورکړل شي چې د پخوا په څير خپلو دندو ته ادامه ورکړي. پخواني ولسمشر هم ويلي چې زده کړې د هيواد د پرمختګ لپاره اړين امر دی. هغه د ښوونځيو پر پرانيستل کيدو د ټينګار تر څنګ د خلکو د ستونزو په هواري کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.
































