د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یو ځل بیا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر تړل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما زیاته کړې، دا خبر ټکام ورکوونکی دی چې تر اوسه پورې لا د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو برخه کې کوم اقدام نه دی کړی. یوناما پر خپل ټویټر لیکلي دي چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو محرومې دي. د یادونې ده چې ا.ا واک ته تر رسېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پیل سره به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي پرانیزي خو پر یاده ژمنه یې وفا ونه کړه چې دې مسئلې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي او ا.ا تر اوسه پورې د ښوونځیو د تړل کېدو لپاره کوم قانع کوونکی دلیل هم نه دی وړاندې کړی.
































