د بشري حقونو سازمان وايي، افغان کارګرو سره د ایران سرحدي ځواکونو قضیه باید د نړیوالو بنسټونو لخوا وڅېړل شي. د دې سازمان مشر لعل ګل لعل ویلي، چې د ایران حکومت لخوا د بښنې ترڅنګ باید د دې جنایت ترسره کونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي. لعل ویلي، د افغانانو په وړاندې ایران پخوا هم ورته تاوتریخوالی ترسره کړی دی. په ورته وخت کې د یو شمېر مدني فعالانو لخوا د افغان کارګرو سره د ایراني پوله ساتونکو بد چلند محکوم شوی او دوی د ایران له حکومت څخه غوښتي چې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.
































