پر روسي پوځیانو د اوکرایین په بوچا ښارګوټي کې د جنګي جنایتونو له تورونو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې ويلي چې پر روسیې د نورو بندیزونو پر لګولو غور کوي. رپوټونو کې ویل شوي، واشنګټن د روسیې د ولسمشر ولادیمر پوتین پر دوو لوڼو او دغه راز د روسیې پر تر ټولو لوی بانک نور بندیزونه لګوي. د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، دا بندیزونه به د روسیې پر اقتصادي نظام، دولتي ادارو، پر ځینو دولتي چارواکو او شتمنو اولیګارشيانو ولګول شي. د امریکا متحدو ایالتونو دغه راز ویلي، د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت جاولین نومی ټانک ضد توغندیز سيسټم اوکرایین ته د مرستې په توګه ورکوي. په ورته وخت کې د اروپايي کميسيون رييسې اورسولا فون درلاين پر روسيې د نويو اقتصادي بنديزونو په اړه خبرداری ورکړی. نوموړې په يوه بيانيه کې مسکو په بې رحمې جګړې تورن کړی. په نويو وړانديز شویو اقدامونو کې له روسيې د ډبرو سکرو پر واردولو، د روسيې پر څلورو بانکونو بشپړ بنديز، اروپايي بندرونو ته د روسيې پر بېړيو او د خوارکي توکو تر څنګ پر جامو او نورو توکو هم بنديزونه شامل دي.
































