د ټاکنو پایلو پر سر د دریوو میاشتو ناندریو وروسته ولسمشر غني او عبدالله عبدالله بلاخره سیاسي هوکړه نن لاسلیک کړه. د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې، عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا ریاست ترڅنګ کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه ولري. دغې نسخې کې راغلي دي چې د سولې بهیر مشري به د مصالحې عالي شورا کوي او د سولې مرکچي پلاوی به هم راپور ورکوي. د هوکړې بله برخه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې ده. دغه راز په هوکړه کې راغلي چې سپېدار ماڼۍ به د شورا دفتر وي او شورا به پنځه مرستیالان لري چې دوه به یې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مرستیالان وي او نور به له ولسمشر سره په سلا ټاکل کېږي.
































