د بشري حقونو د څار ډلې چارواکو ويلي، د ملیونونو افغان نجونو د زده کړو پر نامالوم برخلیک اندېښمن دي. د دې بنسټ د ښځو برخې مسوولې هیدر بار ویلي چې د ا.ا.ا باید له ځنډ پرته د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. بار زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې د خپل جنسیت له کبله له زده کړو محرومې دي. دې ټينګار کړی چې ا.ا بايد سملاسي لاس په کار شي او د نجونو ښوونځي پرانيزي. د ا.ا.ا تېر کال په ځلونو ژمنه کړې وه چې د نوي کال په پيل کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي، خو په وروستيو کې يې خپله ژمنه ماته کړه او تر شپږم ټولګي پورته يې د ښوونځيو پرانيسته تر بل امره پورې وځنډوله. د ا.ا دا پريکړه په کور د ننه او نړيواله کچه له توندو او پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
































