د کابل ښار پلخشتي جومات کې چاودنه شوې ده. عيني شاهدانو ويلي چې چاودنه د ماسپښين د لمانځه پر مهال د جومات په منځ کې شوې ده. د کابل د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د پلخشتي جومات منځ ته لاسي بم غورځول شوی دی. هغه ويلي چې په پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي او په تړاو يې يو مشکوک کس نيول شوی دی.
































