امریکا وایي د نوي حکومت مشران دې ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې پيل کړي. د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز په ټوېټ پيغامونو کې په افغانستان کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له رامنځ ته شوي جوړجاړي هرکلی کړی دی او پر دواړو مشرانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو لپاره چټکې هڅې پيل کړي. بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار کړی دی چې دواړه مشران دې د سولې هوکړې عملي کولو او بین الافغاني سولې د پیل لپاره هڅې چټکې کړي. نوموړي پر دواړو لورو غږ کړی دی چې د تېر حکومت تېروتنې تکرار نه کړي او د سولې او ثبات د راوستو لپاره کار وکړي.
































