له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دلته هېڅ هوایي برید نه دی شوی. ملټري ټایمز په یوه مطلب کې وايي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال هر کال زرګونه هوایي بریدونه کېدل خو د دوی تر وتلو وروسته شاوخوا اووه میاشتې کېږي چې هېڅ ډول هوايي برید نه دی ترسره شوی.
سرچینه کاږي د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هم په وروستیو څرګندونو کې دا تایید کړې ده چې په افغانستان کې یې کوم برید نه دی ترسره کړی. ملټري ټایمز دغه راز د امریکا د دفاع وزارت چارواکو وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې اوس یې پر افغانستان څار کمزوری شوی، خو سرچینه کاږي چې امریکايي ځواکونه اړ شوي څو هر څو ساعته وروسته د ډرون الوتکو پر مټ له لرې ځایونو افغانستان وڅاري.
په مطلب کې راځي چې امریکا د خپلې نظامي ټکنالوژۍ د پياوړتیا خبره کوي او وایي دوی کولی شي د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته خطرونه تعقیب کړي.
































