د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وایي، پر روسیې د امريکا او اروپايي ټولنې له لوري لګول شوي پروني بنديزونه درانه دي خو په وينا يې له جګړې د مسکو د راګرځولو لپاره بسنه نه کوي. زلېنسکي تازه د يوه وېډیویي پیغام په خپرولو سره ويلي، له لېبرالو هيوادونو غواړي چې د روسیې سون توکي تحریم کړي او روسي بانکونه د نړۍ له مالي سیستمونو وباسي. د امريکا او اروپايي ټولنې له لوري په روسيې لګول شويو پرونيو بنديزو کې د ولسمشر پوتين دوې لوڼې هم شاملې دي. امريکايي چارواکو دا هم ويلي چې د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف ميرمن او لور هم د لويديځ د بنديزونو په لېست کې شامل شوي دي. اوکرايني چارواکو تر دې وړاندې اروپايي هيوادونو ته خبرداری ورکړی و چې مسکو ته د هغوی له لوري ورکول کيدونکې هره يورو د اوکرايني وګړو په وينو سره ده.
































