د افغانستان ا.ا د ايران په مشهد ښار کې پر شيعه روحانيونو وروستی بريد غندلی دی. د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټ کې د بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې ياده پېښه له افغانستان سره تړاو نه لري. د تېرې سه شنبې په مازديګر د مشهد د امام رضا زيارت په انګړ کې يو کس پر دريو روحانيونو د چړې بريد وکړ چې له کبله يې يو تن مړ او درې نور ټپيان شول. ايراني چارواکو ويلي چې بريدګر يې له خپلو شپږو نورو ملګرو سره يو ځای نيولی دی. نيول شوی کس تېر کال د پاکستان له لارې په ناقانونه توګه ايران ته ور اوښتی و. که څه هم د بريدګر د هويت په تړاو کره او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي خو راپورونو کې ويل شوي چې د افغانستان ازبيک توکمه دی. ايراني ولسمشر ويلي، يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په ورته کړنو سره د ملتونو او ګاونډيانو تر منځ دښمنۍ را ولاړې کړي.
































